د فاریاب له زندان څخه ۲۶ زندانیان ازاد او د ۲۰ نورو د بند موده کمه شوه

کابل د سلواغې ۲ مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان په اساس، د فاریاب له مرکزي زندان څخه ۲۶ بندیان ازاد او د ۲۰ نورو د بند موده کمه شوه.
د یاد ولایت د استیناف محکمې رییس مولوي نعمت الله ذاکر وویل، چې د سترې محکمې په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین د فرمان له مخې په دغه ولایت کې ۲۶ بندیان ازاد شول او د ۲۰ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوې ده.
ورته مهال یو ازاد شوي زندانياني د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان هرکلي کوي او وایي، چې دا اقدام زموږ لپاره د اصلاح او نوي پیل یو ښه فرصت دی.