د فاریاب د پاسپورټ آمریت ۱۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي
کابل د لېندۍ ۵مه، باختر
د فاریاب ولایت د پاسپورټ آمریت چارواکو په تېرو اته میاشتو کې د پاسپورټونو د وېش له درکه د ۱۷۵ میلیونه افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د پاسپورت آمر مولوي سید عمر غفوري باختراژانس ته ویلي چې یاد آمریت په تېرو اتو میاشتو کې ۳۱ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۱۷۵میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ روانه ده او د ورځې لسګونه کسان د پاسپورټونو د اخیستو لپاره نوم لیکنه کوي.