خبرونهاقتصادټولنه

د فاریاب د مستوفیت په عوایدو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل، د لېندۍ ۲۶ مه، باختر

په فاریاب کې د مستوفیت ادارې مسوولینو د یاد ولایت د مستوفیت په عوایدو کې د ۳۵ سلنه د زیاتوالي خبر ورکړی دی.

د فاریاب د مستوفیت آمر قاري محمد اکبر عمري د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۴۰۷ میلیونه ۴۵۱ زره ۸۷ افغانۍ عواید راټول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې ۵۵۱ میلیونه ۸۵ زره ۷۱۷ افغانۍ وه چې دا د تېرکال په پرتله ۳۵ سلنه زیاتوالی ښي.

د فاریاب د عوایدو د مستوفیت آمر د عوایدو د زیاتوالي لامل د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا او د پاسپورت، احصایې او معلوماتو، سوډاګرۍ او صنایعو او د ترافیکو مدیریتونو د عوایدو زیاتوالی وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته