د فارياب په مرکز کې يو ستر پل جوړ شو
کابل / د چنګاښ ٢مه / باختر
د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې يو ستر پل پرانيستل شو.
دغه پل د ٤٨ مترو په اوږدوالي او څه د پاسه ١٢ مترو په سور د پښتون کوټ، بلچراغ او ګرزيوان ولسوالۍ له ميمنې ښار سره نښلوي.
د فوايدعامې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: دغه پل د ٢٤ ميليونو افغانۍ په لګښت دافغانستان حکومت له لوري جوړ شوى دى.
د دغه پل په جوړېدو سره بازارونو ته د کرنيزو محصولاتو لېږد او د فارياب د زرګونو اوسيدونکو تګ راتګ آسانه شوى دى.