امنیت

د فارياب په عملياتوکې په لسګونه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د وږي د مياشتې  ٧
د پاکستاني جګړه مارانو په ګډون په لسګونه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دغه عمليات له يوې اوونۍ راپه دې خوا د فارياب ولايت په ځينو سيمو په تېره بيا ددغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د اردو، پوليسو او د ملي امنيت د سلګونو تنو ځواکونو له خوا پيل شوي او دوام لري.
د فارياب ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالنبي الهام د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې تراوسه پورې د پاکستاني جګړه مارانو په ګډون په لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده د دغو عملياتو په بهيرکې د اووتنو پوليسانو شهادت او د دوو تنو نورټپي کيدل تاييد کړل او ويې ويل چې پوځيان بريالي شول په لسګونو کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک کړي.
ويل کيږي زيات جګړه او د طالبانو د سر زيات زيان په قيصار ولسوالۍ کې رامنځته شوى دى. دغه ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې د تروريستي ډلو او په تېره د وسله والو طالبانو د فعاليت او شتون ډګر و.
له بله پلوه په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي: د ملکي وګړو د تګ راتګ ځينې لارې چې په دې وروستيو وختوکې د تروريستي ډلو له خوا تړل شوې وې؛ بيا پرانستل شوې دي .
د فارياب امنيه قوماندان جنرال الهام وايي: دغه عمليات به له تروريستي ډلو له شتون څخه د دغه ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته