امنیت

د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ طالبانو ونيوه

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ طالبانو ونيوه .
په لسګونو تنو يرغلګر نن سهار دغورماچ ولسوالۍ په بازار په بريد سره هغه د دولتي ځواکونو له کنترول څخه ايستلى دى .
د هېواد په لويديځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: کمکي ځواکونه ساحې ته رسيدلي دي او د امنيتي ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ سخته جګړه دوام لري.
ده د غورماچ ولسوالۍ د بازار سقوط تاييد کړ، خو ويې ويل چې ډير ژر به يرغلګر په شا وتمبوي.
په همدې حال کې د غورماچ ولسوالۍ په بازار د طالبانو د يرغل له امله په سلګونو کورنۍ د فارياب ولايت نورو سيمو ته بې ځايې شوې دي .
تر اوسه پورې په نويو جګړوکې د امنيتي ځواکونو او يرغلګرو د سرد زيان شمېر معلوم نه دى .
له بله پلوه خبر ورکړ شوى دى چې جنرال دوستم د  فارياب ولايت ته تللى دى چې د طالبانو پرخلاف د جګړې مشري په غاړه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته