د فارياب والي د يوې کورنۍ پلورل شوى ماشوم بېرته کورنۍ ته يې وسپاره
کابل باختر دکب درې ويشتمه :
په فارياب ولايت کې يونوى زيږديدلى پلورل شوى ماشوم بيرته کورنۍ ته وسپارل شو .
د فارياب ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې، دغه نوې زيږيدلى ماشوم د اقتصادي ستونزو په دليل له کورنۍ څخه يې دپنځوسو زرو افغانيو په بدل کې پلورلى و چې د فارياب د والي محمد همايون فوزي په همکارۍ بېرته کورنۍ ته وسپارل شو.
فوزي د عامې روغتيا او له پيښو سره د مبارزې ادارو ته لارښوونه وکړه چې دغې کورنۍ ته د يوکال لپاره د خوراکي او د دغه ماشوم مور ته لازمې روغتيايي مرستې برابرې کړي .
دفارياب والي دغه راز دپلورل شوى ماشوم پنځوس زره افغانۍ هم بيرته مقابلې کورنۍ ته ورکړې .
ختم- عطاالله =- اکرم