د فارياب د لوړو زده کړو موسسه پوهنتون ته لوړه شوه .
کابل- باختر دمرغومي څليرويشتمه:
د فارياب ولايت د لوړو زده کړو موسسه پوهنتون ته لوړ ه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:په هغې غونډه کې چې له همدې امله دفارياب ولايت د لوړو زده کړو د موسسې دکنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه؛ د فارياب والي ډاکتر محمد الله بتاش، د دولتي ادارو رييسانو، د ولايتي شورا رييس او غړو او د فارياب ولايت دعالمانو شورا رييس ګډون کړي وو.
د لوړو زده کړو وزارت معين پوهندوى عبدالرحيم حسينيار وويل: پوهنتون ته د فارياب د لوړو زده کړو د موسسې لوړول، د ځوانانو دتحصيلي سويې د لوړولو په لاره کې يو بل ګام دى چې موږ يې نن شاهدان يو .
ده څرګنده کړه چې دغې موسسې د ښوونکو د روزنې دعالي موسسې په نامه په ١٣٥٦ کال کې په فعاليت پيل وکړ .
په دې تحصيلي موسسه کې درې زره تنه محصلان زده کړه کوي چې د لوست چارې يې د يو اتيا تنو استادانو له خواپرمخ بيول کيږي .