د فارياب د خلکو له خوا د لسو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل
کابل_ باختر دثور نولسمه :
لس تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې د وګړني پاڅونونو په بهيرکې ووژل شول .
دغه پاڅونونه چې شل ورځې مخکې د المار ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پيل شول؛ پنځه تنه نور وسله وال طالبان دخلکو له خواونيول شول او امنيتي ځواکونو ته وسپارل شول .
دغه راز په خبرونوکې ويل شوي دي چې د وسله والوطالبانو په وړاندې دپاڅونونو په بهيرکې د المار ولسوالۍ خلک دجګړه مارانو دجنګي وسايلو دڅو ډيپوګانو په کشفولو هم بريالي شوي دي .
دفارياب د والي ويندوى احمدجاويدبهزاد باخترآژانس ته وويل چې د وګړنيو پاڅونونو له پيل څخه دطالبانو د يو سيمه ئيز قوماندان په ګډون لس تنه وسله وال وژل شوي او پنځه ديرش تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي د وګړنيو پاڅونونوپه بهيرکې د المار ولسوالۍ د قره غيولي، دنګاش اوچغاتک سيمې چې د وسله والو طالبانو د تګ راتګ په سيمو بدل شوې و؛ دجګړه مارو له شتون څخه پاک شوې دي .
فاروق دهغو افرادو له جملې څخه دى چې په المار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په مقابل کې پورته شوى دى .
هغه چې د ښوونځى ښوونکى دى؛ وويل: موږ دخپلوسرتيرو سره همکاري کوو او وسله والو طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې زموږ عادي ژوند ګډوډ او موږ دپرمختګ له بهير څخه پاتې کړي .
د المار له ولسوالۍ څخه په نويو خبرونوکې ويل شوي دي چې دطالبانو له شتون څخه دځينوسيمو په پاکولو سره خلکو خپل عادي ژوند له سره پيل کړى دى .
سره له دې چې دفارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې د طالبانو پرخلاف د وګړني پاڅونونه دوام لري؛ ويل کيږي چې دجګړه مارانو پرخلاف وګړني جبهه د هرې ورځې په تيريدو سره پياوړي کيږي .