امنیت

د فارياب خلکو له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
په زرګونو تنو هيواد پالو فاريابيانو نن د دغه ولايت په مرکزکې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د مستقلانه دفاع په بهيرکې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ او په دغه ولايت او د هيواد په نورو ولايتونوکې يې د نا امنۍ د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه.
باختر آژانس ته په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي: په دې ستره غونډه کې چې د فارياب ولايت سرپرست، جګپوړولو دولتي مقاماتو، د امنيتي مرکزونو مسوولينو، د فارياب د ولايتي شورا او د عالمانو شوراګانو رييسانو او غړو او د دغه ولايت يو زيات شمېر اوسيدونکو ګډون کړى و؛ څو تنو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې .
د هيواد له امنيتي ځواکونو او په هيوادکې د سولې د تامينولو په مقصد د جمهوري رياست د لومړي مرستيال له نوې طرحې سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
په دې غونډه کې د فارياب ولايت سرپرست محمد الله پتاش ، د هيواد په پارلمان کې د دغه ولايت د خلکو يو تن استازى نقيب الله فايق، د فارياب د ولايتي شورا  رييس سيد عبدالباقي هاشمي، د فارياب د عالمانو د شورا مرستيال مولوي غلام نبي او د قيصار د خلکو استازي طارق خان په خپلو خبروکې په هيوادکې دملي وحدت له حکومت سره خپل ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل چې د خپل هيواد د امنيتي ځواکونه ترڅنګ ولاړ وي او د افغانستان د امنيتي ځواکونو له خوا د مستقلانه دفاع پيل يې د خپل هيواد په سياسي تاريخ کې د نوى فصل پيل بولي.
ويناوالو يادونه وکړه چې د هيواد په ګوټ ګوټ کې د ښمن زموږ د خلکو ګډ دښمن دى چې په ترور او ډار اچونې سره د هيواد د بربادۍ سبب شوى دى او بايد د دغه ګډ دښمن په وړاندې ودريږو او مخه يې ونيسو.
دوى د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د طرحې د تاييدولو په ترڅ کې يادونه وکړه چې وسله وال مخالفين دې بايد په دې پوه شي چې نور په هيوادکې د جګړې وخت پاى ته رسيدلى دى او بايد د هغو کسانو په شان چې د جوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شول؛ د نوى دولت ملاتړ وکړي.
وينا والو دغه راز د هيواد له جمهور رييس محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د شمال د ولايتونو د حالاتو د څيړنې په مقصد دې د فارياب ولايت ته سفر وکړي او د دغه ولايت او د ګاونډيو ولايتونو د نا امنۍ د پاى ته رسولو لپاره دې د دغو سيمو له اوسيدونکو سره په سلامشوروکې اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته