د غوڅ ملاتړ سلاکار: په هلمند کې پر ملکي وګړو برید څېړل کېږي
لښکرګاه/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۷ مه
په هلمند ولایت کې د غوڅ ملاتړ د ځواکونو سلاکار وايي چې د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو هوايي برید څېړل کېږي.
څو ورځې وړاندې د نهر سراج ولسوالۍ په زمبلي سیمه کې د ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مهال ۳ تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۹ تنه نور یې ټپيان شول.
په هلمند کې د غوڅ ملاتړ سلاکار وايي چې د دوی ډله دغه موضوع څېړي او عاملينو ته به يې د قانون په رڼا کې سزا ورکړي. له همدې امله په هلمند ولایت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت سلاکار د قربانیانو له کورنۍ څخه بخښنه غوښتې او له دوی سره یې نغدي مرسته هم کړې ده.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، په دې مرسته کې د هر شهید کورنۍ ته ۲۰۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ ورکول شوې ده.
په ورته وخت کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان هم په یاده پېښه ژوره خواشیني وښوده او جنګ یې د ټولو بدبختیو زېږنده وباله.
پای/وصال