کابل باختر دزمري نولسمه :
په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکلسون پرون د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره د وزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد د امنيتي حالاتو په باب خبرې وشوې .
لومړى جنرال نيکلسون په هرات ولايت او د سرپل ولايت د صياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ کې د وروستيو پيښو د لړۍ په باب محقق ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل او د دغو خونړيو پيښو له امله چې د بنسټپالو له خوا ترسره شوې، انديښنه څرګنده کړه .
د نړيوالو ځواکونو لوى قوماندان وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به د افغانستان د قضيې په وړاندې د ده د هېواد ستراتيژي اعلام شي .
د ده دڅرګندونوله مخې: د دغې ستر اتيژۍ اعلام به دوى په دې بريالي کړي چې د اړتيا په صورت کې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره په ډير لنډ ممکن وخت کې مرسته او همکاري وکړي .
د اجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق د نړيوالو ځواکونو د مرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه او د هېواد د امنيتي حالاتو د څيړنې په ترڅ کې يې د افغانستان په شمال کې لړځنده امنيتي حالت د انديښنې وړ وباله او ويې ويل چې د هېواد په جنوب کې د جګړو په شتون سربيره د جګړې جغرافيا د افغانستان نورو سيمو ته هم پراخه شوې ده او دې ته اړتيا ده چې د افغانستان دولت د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ دغه ستونزې لرې کړي .
د اجراييه رياست مرستيال زياته کړه چې د خلکو د باور او اعتماد د جلبولو او د جګړو او نا امنيو د پراختيا د مخنيوي لپاره لازمه ده چې د هېواد دامنيتي ځواکونو هوايي ملاتړ له پخوا زيات شي او هم د سيمه ييزو پوليسو قوتونه لاپسې پياوړي او سمبال شي .
د ناتو ځواکونو لوى قوماندان د اجراييه رياست مرستيال ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د تامينولو لپاره به د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره د هغوى مرستې او همکارۍ به هم زياتوالي ومومي .
0 1 دقیقه لوستل