ټولنه

د غور- کابل لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه

فيروزو کوه  باختردزمري دمياشت١٥نيټه :     
دغور- کابل لويه لاره نن بيا د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دغه لويه لاره دوه ورځې مخکې د دولتيار ولسوالۍ د تيمني قوم له خوا د ترافيکو او مسافرانو پرمخ تړل شوې وه او د تيمني قوم د شورا د پريکړې له مخې دغه لويه لاره بيا د دوو ورځو لپاره د ترافيکو پرمخ خلاصه شوه.
دوى له مسوولانو څخه وغوښتل: که چيرې د دوى غوښتنو ته رسيدګي ونه شي، دوى به خپلو اعتراضونو او تحصن ته دوام ورکړي او دغه لويه لاره به بېرته د ترافيکو او مسافرانو پرمخ وتړي.
دغه لويه لاره د پارلماني انتخاباتو د نوماندی له وروستي لست څخه د عطامحمد دهقانپورد نوم د حذفولو له امله تړل شوې وه .
اعتراض کوونکو له حکومت څخه د نوماند وکيلانو په لست کې د ده د بيا نوم ليکلوغوښتنه کړې ده.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته