د غور يو امنيتي مسوول له ۸ سرتېرو سره یې له طالبانو سره يوځاى شو
کابل / د غبرګولي١۲مه / باختر
د غور امنيتي خبرځايونه وايي چې د غور يو امنيتي مسوول تېره شپه له ٨ سرتېرو سره یې له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوی دی.
د غور د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر نېک محمد نېکزاد رسنيو ته ويلي دي چې د فېروزکوه ښار د دويم سمت آمر حيات الله عادل له خپلو ٨ سرتېرو سره له وسله والو طالبانو سره يوځاى شو.
ويل کېږي هغه يو هاموې ټانک، يو رنجر او جنګي وسايل هم له ځانه سره وړي دي.
پاى \ ذ