امنیت

د غور والي: د راى ورکولو پنځوس مرکزونه د وسله والو طالبانو د شتون اوګواښ له امله به د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ تړلي وي

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
دغور والي سيد انور رحمتي له باخترآژانس سره په ځانګړو خبروکې تاييد کړه چې په غورو لايت کې د راى ورکولوله دوه سوه اته ديرشومرکزونوڅخه پنځوس مرکزونه به د امنيتي ګواښ په علت د انتخاباتو د ترسره کولوپه ورځ تړلي وي.
دغور والي څرګنده کړه چې امنيتي بنسټونو د راى ورکولو د سيموله څيړنې وروسته مشخصه کړه چې له دوه سوه اته ديرشومرکزونوڅخه پنځوسمرکزونه له امنيتي ګواښ سره مخامخ دي او په دغوساحوکې د راى ورکولو د صندوقونو ايښودل او په دغومرکزونوکې د خلکوګډون به په هغه صورت کې چې وسله وال طالبان ونه ځپل شي؛ ناممکن وي.
د غور د والي دڅرګندونوله مخې: د دغه ولايت سيمه ئيزې ادارې د دغې موضوع په باب د راى ورکولو د مرکز مسوولو بنسټونو ته خبر ورکړى دى چې په دې اړوند وروستى تصميم ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته