خبرونهTOPټولنه

د غور سېلاب ځپلو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې

کابل،.د غبرګولي ۲۷مه، باختر
د افغانستان اسلامي مارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې سېلاب ځپلو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ښارګوټي د پرانیستلو پرمهال ملا عبدالغتي برادر اخوند وویل، چې دغه ښارګوټی د اسلامي امارت له لوري جوړېږي، چې ۲۰۰ کورونه لري او په کې به زر کورنۍ ځای پرځای شي.
برادر اخوند دغه راز له ملي او نړیوالو بنسټونو وغوښتل، چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
ورته مهال یو شمېر سېلاب ځپلې کورنۍ د اسلامي امارت د دغه اقدام څخه ستاینه کوي او وایي، چې د یاد ښارګوټي په جوړولو سره به یې ډېرې ستونزې هوارې شي.
دوی همدانګه د خپلو ستونزو د حل لپاره د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته