کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١
د غور ولايت د پوهنې رياست مالي مسوول د دغې ادارې له بودجې څخه د دوو مليونو افغانيو د غلا په تور تښتيدلى.
د غور د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى د غور ولايت د پوهنې رياست مالي او پرمختيايي آمر و.
د غور ولايت د پوهنې رييس صبغت الله اکبري وويل: دغه سړى خدا داد ابراهيم زى نوميږي چې اوس له ٢ مليونو ٦٢٦ زرو افغانيو سره تښتيدلى دى .
اکبري زياتوي: دغه سړى د جلال آباد ښار اوسيدونکى دى او درې کاله کيږي چې د غور ولايت د پوهنې رياست د مالي او پرمختيايي څانګې مسوول و.
دغور ولايت د پوهنې رييس وويل چې دغه پيسې د هغو کارکوونکو د معاشونو پيسې دي چې د دغه ولايت په شهرک ولسوالۍ کې د دندې په اجراکولو بوخت دي .
له بله پلوه د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي هم د دغې پيښې د تاييدولو په ترڅ کې وايي چې دغه سړى د پوهنې رياست له خوا په دې پست کې ټاکل شوى و.
دغه سړى د امنيتي ارګانونو تر څارنې لاندې دى.
0 1 دقیقه لوستل