خبرونهاقتصادTOPټکنالوژي

د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په عصري وسایلو سمبال شو

کابل، د تلې ۲۱مه باختر 

د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري په نویو او عصري وسایلو سمبال شو.

د غور د مخابراتو او ټکنالوژۍ رییس مولوي محمد یوسف رهنما د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې اسلامي امارت د دیني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم ځانګړې پاملرنه لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت معیاري کمپیوټرونه، پروجکټورونه، امنیتي کمرې، سولري برېښنا وسایل او اړوند نور توکي پېرلي او د لرې پرتو ولایتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند مرکزونو کې به ووېشل شي. 

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د غور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز په ۳۰  معیاري کمپیوټرونو او په اړوند نورو وسایلو سمبال شوی، چې د مسلکي ښوونکو له لوري مدیریت کېږي او سلګونه ځوانان په کې د کمپیوټر برخې زده کړې ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده چې یاد مرکز د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته تر اوسه دوه دورې فارغان لرلي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به په درېیمه دوره کې سلګونه ځوانانو او دولتي کارکوونکو ته د فراغت سندونه ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته