امنیت

د غور د شهرک د وګړو د احوالو د ثبت مسوول شهيد کړای شو

کابل باختر د لړم پنځمه :
د غور د شهرک ولسوالۍ د وګړو د احوالو د ثبت مسوول پرون مازيګر د وسله والو طالبانو له خوا شهيد کړای شو .
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ د وګړو د احوالو د ثبت مدير عبدالسلام په دغې ولسوالۍ کې د ده کور ته څېرمه په ډزو سره شهيد کړ .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته