کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠:
د غور ولايت د فوټسال د رمضاني جام په سياليوکې د اتحاد ټيم اتل شو.
د افغانستان د فوټسال تخنيکي ډايرکټر طاهر رووفي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو سياليوکې د استقلال ټيم د اتلوالۍ نايب او دغه راز د آرين سکليت او توفان ټيمونو دريم او څلورم مقامونه ترلاسه کړل.
د غور د فوټسال رمضاني جام سيالۍ د فوټبال او فوتسال د ١٢ټيمونو ترمنځ شل ورځې مخې پيل شوې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ