د غور د احصايې او معلوماتو ریاست ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د غور د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په ۹ میاشتو کې یې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو مولوي ابو تقي لبیب باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې د روان کال په ۹ میاشتو کې یې د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

مولوي لبیب زیاته کړه چې په دغه موده کې ۴۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې، ۳۰ زره، ۵۴۸ کاغذي پېژندپاڼې او دغه راز ۴ زره ۹۴۴ د زېږېدو کاتونه وېشل شوي دي.

هغه وویل په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوه مرکزونه فعال دي او هره ورځ ۳۰۰ غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته