د غور او فاریاب واليانو د خلکو روغتيايي ستونزې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شريکې کړې

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
‏د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د غور او فاریاب له واليانو سره وکتل.
د عامې روغتيا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې په غور او فارياب کې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې، د ولسوالیو په کچه د روغتونونو د جوړولو، ‏د تېر په پرتله په روغتیايي خدمتونو کې د رامنځته شويو مثبتو بدلونونو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
په دې کتنه کې د غور والي ملا احمدشاه دین دوست او د فاریاب والي مولوي محمد شعیب رسالت، په دغو ولایتونو کې ترسره شوي روغتیايي خدمتونه ستايلي ‏او د لا غوره خدمتونو د وړاندې کېدو په موخه یې يو لړ وړاندیزونه او روغتیايي ستونزې شریکې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم د یادو ولایتونو روغتیايي ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته