سیاست

د غندنې پېغام

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢٢مه
د کابل او کندهار د پرونيو بریدونو په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان د غندنې پېغام
په کابل او کندهارکې د امن او ثبات دښمنانو له خوا ترسره شوي پروني
خونړي بريدونه چې له امله يې ګڼ شمېر هېوادوالو ته درنه مرګ ژوبله
اووښتی؛ سخت خواشینی کړم.
د کابل د دارالامان پېښې یو ځل بیا جوته کړه چې دښمن په ټول توان هڅه کوي
تر څو د عامو خلکو په وژلو سره خپل وحشت او دهشت نړیوالو ته څرګند کړي.
د کندهار او کابل بریدونه د دښمن د کمزوري مورال څرګندونه کوي او دا ښيي
چې دښمن نور د جګړې په ډګر کې د مقاومت شیمه نه لري، دوی غواړي په دا ډول
بریدونو سره د خپل توان او طاقت دروغجنه ننداره جوړه او خپلې کرکجنې موخې
لاسته راوړي چې هېڅکله به یې دا ارمنان ترسره نه شي.
د هېواد او انسانيت دښمنان په دې ډول بریدونه سره خپل پایمال شوی حېثیت
لا بایلي او هغه ملاتړ به لا غښتلی شي چې خلک او ټولنه يې له خپلو امنیتي
ځواکونو څخه کوي، دوی نه شي کولای تر څو خپله دروغجنه ډرامه په دې ډول
وحشتونو سره جاري وساتي.
د دواړو پېښو ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته سملاسي روغتيا، کورنیو
او خپلوانو ته يې د جميل صبر هيله کوم، ترڅنګ يې یو ځل بیا په ټولو
مخالفینو غږ کوم تر څو د پردیو له اسارت څخه ځان وژغوري او د خپل هېواد
په ابادۍ کې له نورو هېوادوالو سره اوږه پر اوږه ودریږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته