د غم په تل کې خندا؛ د غزې اوسېدونکي خپلو مېنو ته ستنېږي

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
تبصره
که څه هم غزه کې د تېرو ۱۵ میاشتو جګړې د غزې کور په کور د غم په ټغر کېنول او داسې کورنۍ به نه وي، چې خپل یو یا څو عزیزان یې په دغې ویرلړلې جګړه کې له لاسه نه وي ورکړی، خو بیا روان اوربند ته د دغې تړانګې خلک خوشحاله دي او په مزه مزه خپلو مېنو ته ستنېږي.
غزه کې روان اوربند جګړه ځپلو فلسطینانو ته داسې مانا لري، لکه یو ماشوم چې د ژړا په حالت کې یو په یو په خندا شي.
هغه انځورونه او ویډیو ګانې، چې پر ټولنیزو رسنیو خپرېږي، په کې لیدل کېږي، چې د غزې اوسېدونکي د جګړې تر درېدو او اوربند تر ټینګېدو وروسته خپلو مېنو ته ستنېږي او د اشغالګر صهیونستي رژیم پر لاس د ویجاړیو شویو مېنو د بیا ابادولو په فکر کې دي.
دغو فلسطینیانو کې داسې خلک هم شته، چې د خپلو عزیزانو د جسدونو د موندلو په لټه دي او داسې جګړه ځپلي هم شته، چې له خپلو عزیزانو ورته هېڅ نښه نه ده پاتې؛ یا خو د اسرائيلي بمونو د اور په لمبو کې لولپه شوي او یا خو د صهیونست رژیم له لوري نیول شوي او مړي او ژوندي یې بلکل ورک دي.
پر اېکس ټولنیزې شبکې مې یو انځور ولید، چې په کې یو ماشوم خپل ویجاړ شوي کور ته حیران دریان ولاړ دی او له حالت څخه یې ښکاري، چې اسرائيلي اشغالګر پوځ یې نه مور ورته ژوندۍ پريښې او نه هم پلار او د کورنۍ کوم بل غړی؛ د لوبو د سامان خو یې هېڅ مالومات نه کېږي.
که څه هم د غزې اوسېدونکي غم لړلي دي، خو تر اوربند وروسته یې د حماس او نورو فلسطیني مجاهدینو هرکلی ښه په کلکه وکړ او لارو کوڅو کې یې د فلسطیني مجاهدینو په ملاتړ نارې ووهلې او اسرائيلو او ملاتړو ته یې وښودله، چې سلګونه کیلویي بمونه یې شور، چغه او همت نه شي ورخاموشولی.
هو! فلسطینیان اوربند ته خوشحاله دي او د غم په تل کې خندا یې د اسرائيلو پر وړاندې د بریا نښه ده.