کابل_باختر د لړم د مياشتې ١٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د غمرازۍ پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې قومي مشر الحاج رحم الدین ستانکزی د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۱۰۳ کلونو په عمر وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد الحاج رحم الدین ستانکزی د ځیرک او خواخوږي قومي مشر په توګه د خلکو او ولسونو ګڼې شخړې د جرګو له لارې په معقول ډول حل کړې او د ولس خدمت یې وکړ.
یووالي، ورورولۍ او سوله ییز ژوند ته د خلکو او ولسونو د هڅونې په برخه کې د نوموړي هڅې د قدر وړ او د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د الحاج رحم الدین ستانکزي د مړینې په مناسبت د هغه کورنۍ ، دوستانو او د لوګر ولایت خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي.#
2 1 دقیقه لوستل