خبرونهنړۍ

د غزې یو شمېر بې دفاع اوسېدونکو ژوبڼ کې زمریانو ته پناه وروړې

نړۍ، د مرغومې ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د رویترز خبري اژانس د خبر له مخې د غزې رفاح ښارګوټي یو ژوبڼ د صهیونستي پوځ د ظلمونو له امله د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر پنډغالي بدل شوی دی.

دغه ژوبڼ کې یو شمېر زمریان او بیزوګان شتون لري، چې د مسولینو په خبره اوس مهال له سختې لوږې سره مخ دي او ان ځینو هغو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ژوبڼ یو ساتونکي احمد زیاته کړې، چې اوس مهال دغه حیوانات یواځې د وچې ډوډۍ پر مټ ژوندي ساتو او د کافي اندازه ځانګړو خوړو نشتون له سختې کمزورۍ سره مخ کړي.

دغه ژوبڼ کې مېشتو بېځایه شویو غزه والو رویترز ته ویلي، چې د اسرایلو د بمباریو له وېرې په ژوبڼ کې زمریانو او نورو حیواناتو سره په ګډ ژوند کې د امن احساس کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته