د غزې په شمال کې پنځه اسرایلي پوځيان وژل شوي

نړۍ، د غوايي ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو اشغالګر پوځ نن پنجشنبې خبر ورکړی، چې پرون چهارشنبه یې د غزې په شمال کې پنځه پوځيان چې څلور بریدملان او یو قومندان په کې شامل دي، له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
پوځ د وژل شویو عسکرو عمرونه له ۲۰ تر ۲۲ کلونو ښودلي، زیاته کړې ده، چې ټول هغوی د غزې په شمال کې د پاراشوټ لېوا پورې مربوط وه.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شویو ځینو ويډیوګانو کې ښکاري، چې ممکن دغه پوځيان ټول یو ځای کې وژل شوي دي.
د اسرایلو د پوځ د رسمي شمېرو له مخې د غزې په روانه جګړه کې د ټولو وژل شویو سرتېرو شمېر ۵۷۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۱۶۷۴ تنو ته رسېدلی دی.
د وژل شویو پوځيانو له ډلې ۳۰۰ یې د جګړې په لومړۍ ورځ د حماس په یرغلیز برید او پاتې نور یې د جګړې په جریان کې له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
خو باید وویل شي، چې غزه کې د جګړې پېچلتیا او د حماس غورځنګ په ګډون د فلسطیني جهادي ډلو سخت مقاومت ته په کتو ښایي د وژل شویو او ټپي شویو صهیونست اشغالګرو شمېر زرګونو ته ورسیږي.