د غزې په جنوب کې یو بل اسرایلي پوځي وژل شوی
نړۍ، د وري ۱۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
صهیونست پوځ تایید کړې، چې یو غړی یې د غزې په جنوب کې له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ نښته کې وژل شوی دی.
پوځ زیاته کړې چې دغه غړی یې غزه کې د ننه ۷۷ ټولي کې دنده ترسره کوله.
دې سره د ټولو اسرایلي وژل شویو پوځيانو شمېر د ځينو راپورونو پر اساس ۶۰۲ او د پوځ د رسمي شمېرو له مخې ۶۰۰ ته رسېدلی.
دغې شاوخوا شپږ میاشتېنۍ جګړه کې تر دا مهاله ۳ زره ۱۶۰ اسریلي افسران او نور پوځيان ټپیان شوي هم دي، هغه شمېرې چې اسرایلي پوځ یې د تایید لپاره اقرار کړی دی.