خبرونهنړۍ

د غزې رفح ښار کې جګړه؛ مهمې پېښې یې په لاندې ډول دي

نړۍ، د غبرګولي ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په رفح ښار کې د حماس غورځنګ په غلچکي بریدونو کې درې صهیونست پوځيان وژل شوي او یو بل تن نادرکه دی.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس د فلسطیني سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د اسرایلو صهیونست پوځ په رفح ښار د بریدونو له زیاتوالي سره یوځای د دغه ښار انټرنېټ هم پرې کړی، چې له دې سره خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

وروسته ترهغې چې صهیونست پوځونو د غزې په رفح ښار کې مرګوني هوایي بریدونه ترسره او ملکي فلسطینیان یې شهیدان کړل، د نړۍ لر او بر پر ټولنیزو رسنیو د دغه ښار له مېشتو اوسېدونکو سره د غمرازۍ په هدف ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل شو، چې یو شمېر مشهورو افغان لوبغاړو لکه راشد، مجیب او نورو په کې ګډون کړی دی.

سي اېن اېن خبر ورکړی، چې اسرایلو رفح ښار کې د پناه غوښتونکو پر پنډغالي برید کې، چې  ۴۵ عام خلک یې شهیدان کړل، له امریکایي ساخت جي بي یو ۳۹ بم څخه کار اخیستی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته