د غزې جګړه کې ۹ زره ښځې شهیدانې شوي

نړۍ، د کب ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

ملګرو ملتونو کې د ښځو استازولۍ نن شنبې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د غزې په روانه جګړه کې شاوخوا ۹ زره ښځې شهیدانې او زرګونه نورې ټپیانې شوې دي.

جګړه کې دغه راز سلګونه زره نورې مېرمنې کونډې او بورې شوي او یا هم له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.

تېرو نږدې پنځو میاشتو کې زرګونه ښځو د جګړې په ډګر، د کډوالو پنډغالو او نورو نامناسبو ځایونو کې ولادت کړی، چې له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.

غزه کې د صهیونستي رژیم له لوري د مېرمنو وژنه په داسې مهال روانه ده، چې په خپله اسرایل او نور نړیوال ملګري یې په نوره نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره چغې وهي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته