د غزي سیاسي حالت؛ حماس د اوربند په اړه د اسرایلو وړاندیز رد کړی

نړۍ، د سلواغې ۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

غزه کې د اسریلي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت مرکزي غورځنګ حماس ویلي، د اسرایلو هغه وړاندیز یې رد کړی، چې له مخې یې دغه غورځنګ باید خپل شپږ مهم مشران چې عمومي مشر یحیی سنوار هم په کې شامل دی، له غزې څخه باسي او صهیونست پوځ به یې په بدل کې اوربند کوي.

رویترز خبري اژانس د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې حماس او اسرایل اصولاً د یو میاشتیني اوربند پر ټینګښت او د اسیرانو پر تبادله سلا دي، خو د جګړې د دایمي پای ته رسولو پرسر ژور اختلافات موجود دي، چې د اوربند د ټینګېدو مخه یې نیولې ده.

ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پر امریکا تور پورې کړی، چې غزه کې د اوربند د ټینګېدو مخه نیسي او نه پرېږدي، چې دواړه ښکېل لوري یوې معقولې پایلې ته ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته