امنیت

د غزني ښار اوسیدونکي بیرته عادي ژوند ته ستانه شول

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
د هوایي ځواکونو د بریدونو پر مهال د غزني ښار اړوند قلعه قاضي،توحید آباد او د حاجې مسجد شا او خوا سیمو کې لسګونو تنو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغو عملیاتو په بهير کې  چې د غزني ښار او د میدان وردګو ولایت د سالارو په سیمو کې تر سره شوي، د ۳۰ نه زیات کسان وژل شوي او ۲ تنه نور نیول شوي دي .
د دغو عملیات په ترڅ کې  د غزني ښار اړوند حیدر آباد،حسن آباد، مغلان او نوآباد سیمې د دښمن له شټون څخه پاکې شوي د پولیسو ۵ حوزو خپل کار له سره پیل کړی، همدا راز د روشن مخابراتي شرکت بیرته فعال شوی او د غزني  ښار اوسیدونکو بیرته خپل عادي ژوند ته لاره کړې ده. 
د یادونې وړ ده د هیواد دښمنانو د خپلو بردیدونو پر مهال له هیڅ ډوله جنایاتو نه  ډډه نه ده کړۍاو ډیری ټولګټې تاسیسات یې سوځولي دي. د دې اندیښنو په پام کې نیولو سره  د ملي ادو اتل ځواکونه د غزني ولایت خلکو ته ډاډ ورکوي چې  دښمن له دی  وروسته د دوې عادي ژوند ته هیڅ ډول ګواښ نشي  را منځته کولاي . پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته