خبرونهښوونه او روزنه

د غزني پوهنې ریاست له پنځو زرو څخه زیاتو د ښوونکو بستونو ته اړتیا لري

 کابل، د غبرګولي ۲۹مه، باختر

د غزني پوهنې ریاست چارواکي؛ د د غه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو بستونو د کمښت خبر ورکوي او وایي، چې دا مهال دغه ریاست د ګڼ شمېر بستونو له کمښت سره مخ دی.

د غزني د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال مولوي عمر خان وثیق، له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې دا مهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نجونو د ۷۱ ښوونځیو په ګډون ۷۶۲ دولتي او شخصي ښوونځي فعال دي، چې له دغې جملې څخه ۶۶۶ یې دولتي او ۹۶ نور یې شخصي ښوونځي دي چې له پوهنې وزارت سره ثبت او راجستر شوي دي.

د غزني د پوهنې ریاست مرستیال زیاتوي، چې تېره اوونۍ په غزني کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري د ښوونکو ۴۶۴ تش بستونه آزادې سیالۍ ته وسپارل شول، چې ورسره به په دغه ولایت کې د ښوونکو د تشو بستونو ستونزه تر یوه بریده هواره شي.

نوموړي  وویل، چې د یاد ولایت پوهنې ریاست  اوس هم د ښوونکو ۵۵۷۱ بستونو ته اړتیا لري.

د غزني پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت تر راتګ وروسته، په دغه ولایت کې یو ښوونځی نوی تاسیس شوی او د اړتیا په مهال به دوی د غزني د لرو پرتو سیمو لپاره، د ښوونځیو د جوړونې په موخه خپلې طرحې د پوهنې وزارت ته وړاندېز کړي، چې په دغه ولایت کې ټول ماشومان په آسانۍ سره  زده کړو ته لاسرسی ولري.

ن.ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته