سیاست

د غزني ولایت یو شمېر مدني ټولنو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره وکتل

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې ٥ مه
د غزني ولایت یو شمېر مدني ټولنو او امنیه قوماندان د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجنيرمحمدخان سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه، په یو شمير اداري او امنیتي ستونزو او د هغو د حل په لارو چارو خبرې وشوې.
د غزني د ولایتي شورا غړي امان الله کامران د دغه ولايت امنیتي وضعیت له ستونزو ډک وباله او او د ملي یووالي له حکومت څخه ې وغوښتل چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د ژوندن مدني ټولنې مرستيال فاروق بویا هم د غزني یو شمېر ستونزو ته اشاره وکړه او د غزني ولایت وروستۍ ستونزې ته چې د دغه ولایت د ښاروال په اړه راپورته شوې وې خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې دغه ستونزې ته داسې یوه حل لاره ولټول شي چې په غزني کې پراته قومونه له نفاق او خوریدو څخه وژغوري.
د غزني ولایت امینه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخیل هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله، ده زیاته کړه چې د دغه ولایت د امنیتي سکټورونو تر مینځ نه همغږي د دې سبب شوې ده چې امنیتي وضعیت ګډ و وډ شي.
امنیه قوماندان په امنیتي برخه کې ستونزو ته په اشارې سره و ویل چې د لویو لارو او ولسوالیو د امنیت لپاره کافي اندازه امینتي ځواکونه او تشکیلات نه لري او په یو شمير امنیتي برخو کې پراخ فساد د امینت د خرابیدو سبب ګرځیدلی.
مل پاسوال امین الله امرخيل د ملي یووالي له حکومت څخه وغوښتل تر څو د غزني د امنیتي وضعیت د کابو کیدو لپاره یو ګډ امنیتي هیات وټاکي او په دغه ولایت کې د ناامنۍ د لاملونو په اړه پوره څېړنه تر سره او له حکومت سره شریکه کړي.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال انجینیر محمدخان د دوی د خبرو تر اوریدو وروسته د دوی ستونزې پر ځای وبللې او زیاته يې کړه چې د ملي یووالي حکومت به په ټول توان سره له غزني ولایت سره مرسته وکړي.
لومړي مرستيال همدا راز زیاته کړه چې غزني د لومړي درجه ولایتونو څخه دی او په امنیتي برخه کې به ډېر ژر اضافه امنیتي تشکیلات ورکړ شي تر څو د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې مرستندوی واقع شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته