قلات باختر د وږي ۱۰ مه په زابل ولایت کې د اوو ولایتونو ترمنځ د سلطان ملخي توخي د چلنج کپ په نامه د کرکټ شل اورېیزې سیالۍ د غزني د کرکټ د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. په دغو سیالیوکې د زابل، قندهار، هلمند، غزني، هرات، فراه او د نیمروز ولایتونو د کرکټ لوبډلو ګډون کړی و چې لس ورځې یې دوام وکړ. په زابل ولایت کې د کرکټ بورډ آمر محبوب محبت د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دغو سیالیوکې غزني لومړى، زابل دويم او د هلمند ولایت د کرکټ لوبډلې درېیم مقام خپل کړ. د یادونې وړ ده چې په ترسره شویو سياليوکې د لسو ورځو په اوږدو کې ۱۷ لوبې ترسره شوې چې په ورځ کې به دوې لوبې ترسره کېدې. پای/وصال
2 1 دقیقه لوستل