سیاستخبرونه

د غزني د قومونو متحده شورا د موجودیت اعلام وکړ

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د لومړي ځل لپاره د غزني د قومونو متحده شورا پرون په رسمي توګه د موجودیت اعلام وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د غزني ولسي شورا د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې د پښتون، تاجک او هزاره قومونو متحده شورا جوړه کړه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په غزني ښار کې جوړه شوه؛ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې مېشت د پښتون، تاجک او هزاره قومونو مشرانو ژمنه وکړه، هلې ځلې کوي هغه ستونزې چې په تېرو کلونو کې د غزني د مېشتو قومونو ترمنځ رامنځته شوې دې؛ حل او خلک سره متحد کړي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته