امنیت

د غزني د دووتنو مسوولينو د ترورلپاره د طالبانو طرحه ناکامه شوه .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
د غزني ولايت د دوو تنو مسوولينو د ترور لپاره د طالبانو طرحه دامنيتي مامورينو له خوا ناکامه  شوه .
طالبانو غوښتل   د چاودنې د دوو   پيښو په     رامنځته کولو سره د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان او  ولسوال  ترور کړى .
امنيتي مامورينو نن سهار په چاوديدونکو توکو او جنګي وسايلو يو بار موټر
چې ددغو هدفونو لپاره د ليږدونې په حال کې و ، کشف او له منځه يوړ .
د غزني د اندړو ولسوال  قاسم ډيسيوال  باختر آژانس ته وويل :    چې دغه چاوديدونکي توکي او وسلې هدف له رسيدو مخکې نن سهار کشف شوې .
د ډيسيوال   دڅرګندونو له مخې :    طالبانو غوښتل دى او د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان  ترور کړي  او درې تنه چې دغه  توکي يې ليږدول په  تيښتې بريالي شوي دي  او دغه توکې د هوايي بريد  په واسطه  چول  شوي دي او د ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هڅې  دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته