خبرونهښوونه او روزنه

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له ښوونیز مرکز څخه نږدې ۵۰۰ زده کوونکي فارغ شوي دي

 کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د دغه ریاست د انګلیسي او کمپیوټر زده کړو له وړیا ښوونیز مرکز څخه نږدې ۵۰۰ زده کوونکي فارغ شوي دي. مجاهد له فارغو شویو زده کوونکو غواړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي ؛ځکه چې هېواد نوي نسل ته سترګې په لاره دی.

مجاهد تېر شل کلن اشغال ته اشاره وکړه او ويې ویل چې په تېر وخت کې زده کوونکو ته د سولې په فضا کې د زده کړې زمینه نه ده برابره شوې. هغه فارغو شویو زده کوونکو ته په خطاب کې وویل چې تاسې د خدای “ج” او د هېواد د خلکو پر وړاندې مسؤل یاست، نو لازمه ده چې هغه زحمت او مصرف چې پر تاسې شوی، هغه بېرته هېواد او خلکو ته په راتلونکي کې د خدمت له لارې پوره کړئ.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وویل چې دوی په تېرو اتو میاشتو کې ۴۷۰ زده کوونکي په وړیا توګه له دغه ښوونیز مرکز څخه د انګلیسي ژبې او کمپيوټر په برخو کې فارغ کړي دي.

مجاهد وویل چې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ښوونیز مرکز استادانو فی سبیل الله او د هېواد د خلکو په خاطر په وړیا توګه زده کوونکو ته درس ویلی او کوم امتیاز یې نه دی اخیستی.

د یادوني وړ ده چې د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ښوونیز مرکز کې هره ورځ سلګونه زده کوونکي د انګلیسی ژبې او کمپیوټر په برخو کې د سهار له اتو بجو د ماسپین تر څلورو بجو په زده کړو بوخت دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته