د غزني خلک د سون توکو د بيو پر لوړوالي شکايت کوي

۳۱- کابل / د مرغومي ۱۷مه / باختر
د غزني يوشمېر خلک په دغه ولايت کې د سون توکو د بيو له لوړوالي سر ټکوي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د ژمي په رارسېدو سره په غزني کې د سون توکو په تېره بيا د لرګيو او ډبرو سکرو بيې لوړېږي.
د غزني خلک د غزني ښاروالۍ پر څارنې انتقاد کوي او وايې چې په دغه ولايت کې د سون توکو بيه دوه برابره لوړه شوې ده او خلک په بد اقتصادي حالت او وزګارتيا سره د سون توکو د پېرودنې توان نلري.
د سون لرګيو پلورونکي ادعا کوي چې لوړ محصول او په لاره کې په غيرقانوني ډول د پيسو اخيستل په غزني د سون توکو د بيې د لوړوالي سبب کېږي.
د غزني ښاروال مختاراحمد ملکيار ستونزې مني او وايي چې ډېر ژر به دغه حالت وڅېړل شي او هغه کسان چې د ښاروالۍ له مقررې څخه سرغړونه کوي؛ له هغوی سره قانوني چلند کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ژمي په رارسېدو سره په غزني د سون توکو بيې لوړېږي چې خلک له ستونزو سره مخ کوي.
پاى\ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته