ټولنه

د غزني خلکو د سولې د بهیر ملاتړ وکړ

۳۹- کابل / د ليندۍ١٩مه / باختر
د غزني خلکو په هېواد کې د سولې د بهیر، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او د اوربند د ټینګښت ملاتړ وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د یوشمېر قومي مشرانو، متنفذینو، عالمانو او د ولایتي شورا د غړیو په ګډون په غزني ښارکې جوړه شوه؛ ویناوالو په دغه ولایت کې د مېشتو قومونو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ ټینګار وکړ او په هېواد کې د سولې د بهیر، د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او د اوربند له ټینګښت سره یې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د غزني د والي مرستیال محمد امین مبلغ خلکو یووالي ته راوبلل او ويې ویل: موږ باید خپل یووالی پیاوړی او شته ستونزې لرې کړو.
هغه زیاته کړه چې دولت د سولې او اوربند په ټینګښت ژمن دی او ملت هم په ټول هېواد کې د سولې او اوربند غوښتونکي دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته