امنیت

د غزني او د پکتيکا د ولايتونو په تروريستي ضد فعاليتونوکې همغږي

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د غزني او د پکتيکا د ولايتونو سيمه ييزو مسوولينو څرګنده کړه چې د دغو دوو  ګاونډيو ولايتونو د امنيتي ځواکونو ترمنځ نه همغږي د دې سبب شوې ده چې په دغو ولايتونوکې  دطالبانو پرخلاف پوځي عمليات  لازم اغيزمنتوب ونلري .
د غزني او پکتيکا د ولايتونو سيمه ييزو مسوولينو  د دغو دوو ګاونډيو  ولايتونو په پوځي اوملکي برخو کې دجدي  او اغيزمنې همغږۍ د پيل خبر ورکړ.
دغزني ولايت  د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر  د باخترآ ژانس خبريال ته وويل :
دپکتيکا ولايت سرپرست انجنير عبدالکريم متين پرون د غزني ولايت له نظامي او ملکي پرسونل سره وکتل او د دغې کتنې هدف د دغو دوو ګاونډيو ولايتونو  غزني او پکتيکا ترمنځ د اغيزمنې اوګټورې همغږۍ د پيل خبرورکړ.
ده زياته کړه: دغه دواړه ولايتونه نه يوازې په امنيتي برخه کې پراخې همکاري ته اړتيا لري؛ بلکې په ملکي او اداري برخوکې هم د يو بل  همکارۍ ته اړتيالري.
د پکتيکا ولايت سرپرست زياته کړه: کله چې په پکتيکا کې د طالبانو پرخلاف پوځي عمليات پيليږي؛ طالبان غزني ته تښتي او دغه راز  له غزني څخه پکتيکا ته.
ده زياته کړه: په پکتيکا کې بشري ظرفيت دومره نه دى چې د دغه ولايت اړتياوو ته  ځواب ووايي. له دې امله ښه به وي چې د زده کړې او د درايت خاوندځوانان  دغزني له ولايت څخه  په پکتيکا کې جذب شي .
دغزني ولايت سرپرست موسى خان اکبر زاده وويل: موږ هوډمن يو چې دغزني له ټولو ګاونډيو ولايتونو سره په همغږۍ کې کار وکړو .
ده د دغې همغږۍ هدف له تروريزم سره جدي مبارزه او د دواړو ولايتونو په لرې پرتو سيمو  او سرحدي ساحوکې د دوى د پټنځيو دړې وړې کول  وبلل.
د دواړو ولايتونو امنيتي مسوولين هلې ځلې کوي په هغو ساحو کې چې وسله وال طالبان  فعال شتون لري؛  ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي.
اکبرزاده زياته کړه: د عربانو او چيچنيانو په ګډون ١٠٠ تنه بهرني تروريستان چې د ځينو کسانو کورنۍ يې هم ورسره دي؛ د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوي دي .
ده له مرکزي مقاماتو  څخه وغوښتل چې په دې باب اقدام وکړي .
دپکتيکا ولايت سرپرست په دغه ولايت کې د ٢٧ کانونو د شتون خبرې وکړې او زياته يې کړه  چې تراوسه پورې دوه کانونه  پيژندل شوي دي چې يو يې د تيل و او بل يې د ډبرو سکرو دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته