کابل باخترد تلې ديرشمه :
د غزني ولايت د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري او په وروستي انکشاف کې د بهرنيو تروريستانو په ګډون ٣٢ تنه تروريستان وژل شوي دي .
د ملي دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزيري باختر آژانس ته وويل چې د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې عمليات له پلان سره سم دوام لري او په نوي انکشاف کې دوه ديرش تنه تروريستان چې بهرنى ډار اچوونکي هم پکې شامل دي؛ وژل شوي او يوويشت تنه نور ترروريستان ټپيان شوي او دهغوى يو موټر او نهه موټرسايکلونه ويجاړ شوي دي .
د غزني په اندړوکې عمليات د ولسوالۍ په مقر د تروريستي ډلو له بريد وروسته پيل شوي دي چې له امله يې يوشمېر دفاعي او نظامي ځواکونه شهيدان شول .
په عملياتوکې شاملو ځواکونو د خپلو عملياتو لمن پراخه کړې ده او د اندړ ولسوالۍ پراخې ساحې يې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې کړې دي.
په همدې حال کې امنيتي ځواکونو د فارياب ولايت په غورماچ کې هم خپلو چاڼيزو عملياتو ته دوام ورکړى دى .
دولت وزيري وايي چې په پروني عملياتوکې ديارلس تنه نور ډار اچوونکي وژل شوي او نهه تنه نوريې ټپيان شوي او د تروريستانو څلور موټرسايکلونه ويجاړ شوي دي
په همدې حال کې د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د ماين د توليد درې کارخانې ويجاړې شوې، د تروريستانو له بريد وروسته د ملي اردو ځواکونو په ساحه کې په چاڼيزو عملياتولاس پورې کړ چې له امله يې درې تنه تروريستان چې په ماين جوړولوکې يې لاس درلود؛ ووژل شول او شپږ تنه نور ونيول شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې د هېواد په نورو سيموکې به هم د چاڼيزوعملياتو لمن پراخه شي .
ختم_ ف _ اکرم
4 1 دقیقه لوستل