د غزني امنیه قومندانۍ سږ کال ۹۳ میله وسلې نیولې دي

کابل د مرغومي ۳۰مه، باختر
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د تروریزم پر ضد مدیریت ځواکونو د روان ۱۴۰۳ کال څخه تر دا مهاله د یاد ولایت مرکز او اړوندو ولسواليو کې ۹۳ میله ناقانونه وسلې نیولې دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي باختر اژانس باختر آژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د تروریزم پر ضد مدیریت ځواکونو په روان ۱۴۰۳ کال کې د یو لړ عمیلیاتو په لړ کې ۹۳ میله بېلابېلې وسلې نیولي، چې په کې ٣٠ کلاشنکوفونه، ٥٢ تومانچې، ٣ ګورنوف، یو ټي ټي کوف،یو مش کش، یو راکټ، یو یازده تیر، ٥ د پیکا شرید بکسه، یو قاب دوربین دومیله، ٢ برچې، ٢٠ د ام شانزاده مرمۍ، یوه د مزایل مرمۍ، یوه د هشتاد دو مرمۍ، ٣ چانټې،١٠ روسي مخابرې، ٩ د هاوان مرمۍ،٣ د راکټ انداز مرمۍ او ١١ لاسي مخابرې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه وسلې یې د اسلامي امارت د رهبري د هغه فرمان په اساس (چې هیڅوک حق نه لري، چې په غیر قانوني توګه وسلې له ځان سره وساتي.) راټولې کړې دي، چې ډیر ژر به د ډایاګ امریت ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته