د عوایدو لوی ریاست، د دولسو وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره ناسته ترسره کړه
کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست، د دولسو وزارتونو او امارتي ادارو له استازو سره ناسته ترسره کړه.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د عوایدو راټولولو د مدیریت، د غیرمالیاتي عوایدو د راټولو، د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د یادو وزارتونو او امارتي ادارو د تلې او لړم میاشتو د عوایدو د وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
په ناسته کې د عوایدو لوی ریاست کفیل حافظ خلیل احمد ویلي دي: پیاوړی اقتصاد د یوه نظام لپاره د ملا د تیر حیثیت لري؛ که چيرې د ملا تیر قوي وي؛ نو ټول بدن قوي پاتي کېږي.
د هغه په وینا، یو نظام هم هغه وخت پیاوړی ګڼل کېږي چې پیاوړی اقتصاد ولري.
د عوایدو لوی ریاست کفیل، همدا رنګه له ټولو ارګانونو څخه غوښتي دي چې د عوایدو په راټولولو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي او له هغو کسانو څخه یې مننه کړې چې د عوایدو لوی ریاست سره د غیر مالیاتي عوایدو په راټولولو کې هلې ځلې کړې دي.