د عمران خان ۱۴ کلن بند وځنډول شو

نړۍ، د وري ۱۴مه، بهرنۍ رسنۍ

د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون دوشنبې د اپرېل پر لومړۍ نېټه خبر ورکړی، چې اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي ۱۴ کاله بند چې د دولتي ډالیو د پلور په تور ورکول شوی و، ځنډولی دی.

عمران او مېرمن یې اوس د راولپنډۍ په ادیالای زندان کې زندانیان دي او محکمې ویلي، چې د نورو تورونو له امله به نوموړی د اوس لپاره په زندان کې پاتې شي.

د عمران خان وکیل د محکمې له دغې پرېکړې وروسته د عدالت د تطبیق له امله خوښي ښودلې ده.

عمران خان په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې له واک څخه تر لرې کېدو څه موده وروسته د بېلابېلو قضیو له امله زنداني او دغه راز په وروستیو عمومي ټاکنو کې له نوماندۍ او ګډون څخه هم بې برخې شو، خو د ګوند تحریک انصاف له ملاتړ څخه برخمنو نوماندانو یې تر نورو ګوندونو ډېرې رایې او څوکۍ وګټلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته