د عليآباد ولسوالۍ د لاله ميدان اول یو شمېر اوسېدونکي د پله د نشتوالي له امله ستونزو سره مخ دي
کابل، د کب ۶ مه، باختر
د کندز ولايت د عليآباد ولسوالۍ د لاله ميدان اول کلي اوسېدونکي له باختر خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په حاکميت سره په ټول هېواد کې په ځانګړي ډول کندز ولايت کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی، خو د دغه لوی نعمت سره سره د دغې سیمې اوسېدونکي له ۷۰ کلونو راپدیخوا د کېمې په واسطه له سیند څخه هغې غاړې ته اوړي.
دغه اوسېدونکي وايي، چې اسلامي امارت باید پر دغه سیند باندې یو پٔل جوړ کړي، ترڅو له دغو ستونزو څخه د تل لپاره خلاص شي.
د لاله ميدان اول د سیمې یو تن اوسېدونکي حاجي باز محمد له باختر اطلاعتي آژانس سره په مرکه کې ویلي دغه نهر چې د عليآباد او لاله ميدان د کلي ترمنځ پروت دی، شاوخوا ۷۰ کاله کېږي چې پٔل نلري او د دغې سیمې اوسېدونکي د کېمې په واسطه له سیند څخه تېرېږي.
باز محمد له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دوی ته پر دغه سیند باندې یو اساسي پُل جوړ کړي، ترڅو د دوی شته ستونزې حل شي.
دغه راز په کندز کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنيرۍ برخې مسوول انجنیر عتیقالله جلیل د دغې سیمې د اوسېدونکو ستونزې مني او وايي چې یاد ریاست په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې د لاله ميدان اول په سیمه کې د یو پٔل جوړېدو سروې کوي او وروسته به یې چارې پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا په روان کال کې د کندز په مختلفو سیمو کې شاوخوا ۷۰ عامالمنفعه پروژې د ۲۴۷ میلیونه ۲ سوه او ۲۵ زره او ۶۲۴ افغانیو په ارزښت پلې کړې دي.