کابل باختر دوږي اووه ويشتمه :
دملي اردو د منسوبينو د هغوچاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د عقاپ-٩٢ په نامه په هلمندکې ترسره شول؛ يو شمير وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه مهمات ترلاسه شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو ځواکونو د ډآر اچوونکو د ځپلو په خاطر پرون دهلمند ولايت د سنګين او ګرشک د ولسواليو په مربوطاتوکې د عقاب- ٩٢ په نامه چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې يو شمېر وسله وال طالبان ووژل شول او د وسايطو ضد يو سلو شپږ ماينونه کشف او شنډ شول او د سپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز دملي اردو د منسوبينو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د کونړ او پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ يوه اندازه وسله او دسپکو او درندو وسلو مهمات هم کشف او ترلاسه شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل