د عزيزي بانک له لارې د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو خدمتونه پيل شول

کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : (AZI-PAY) د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو په برخه کې د بانکي مستقيمو خدمتونو څانګه د افغانستان د برښنا شرکت د اجرائيوي لوى رئييس او د عزيزي بانک د رئيس له خوا پرانستل شوه. د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د دغه سيستم له مخې، د برښنا شرکت هغه مشترکين چې په عزيزي بانک کې د پيسو حساب ولري، کولاى شي د (AZI-PAY) له غوښتنې څخه په استفادې سره د مبايل له لارې د خپل برښنا د لګښت پيسې عزيزي بانک ته له ورتګ څخه پرته تحويلې کړي. د برښنا شرکت اجرائيوي رئيس امان الله غالب د دغه سيستم د پرانستلو په وخت کې څرګنده کړه چې د افغانستان د برښنا شرکت تل هلې ځلي کوي چې په شفاف ډول د عوايدو د راټولولو په مقصد مشترکينو ته د برښنا د لګښت د پيسو د تحويلولو په لاره کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي . (AZI-PAY) سیستم د هر راز پولي فساد او د بانکي اشتباهاتو د احتمال مخه نيسي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته