خبرونهTOPټولنه

د عرفې او لوی اختر د رخصتۍ په تړاو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا

کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري باختر اطلاعاتي اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې د عرفې او لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې د ۴ ورځې عمومي رخصتۍ خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال لپاره د افغانستان اسلامي امارت د رسمي کلیزې پر بنسټ، د عرفې مبارکه ورځ او د نیکمرغه لوی اختر درې ورځې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته