ټولنه

د عرفې او اختر ورځې مشخصې شوې

کابل باختر  دزمري يو ويشتمه :
د زمري د مياشتې ٢٩ مه د عرفې ورځ او د زمري د مياشتې ۳۰مه د نيکمرغه  لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
نوې مياشت تېره شپه د سعودي عربستان په ګډون په زياتو اسلامي هېوادونوکې ليدل شوې ده، له همدې امله نن د زمري د مياشتې ٢١ مه د يکشنبې ورځ د ذوالحجې د مياشتې له لومړۍ نيټې سره برابره ده او د زمري د مياشتې نهه ويشتمه د دوشنبې ورځ د عرفې ورځ او د زمري د مياشتې ديرشمه د نيکمرغه  لوی اختر لومړۍ ورځ ده . 
دغه راز د زمري د مياشتې ٢٨ مه د هېواد د خپلواکۍ ورځ عمومي رخصتي ده.
  زياتره دولتي ادارې د زمري د مياشتې له ٢٨ نېټې څخه د وږي د مياشتې تر دويمې نيټې پورې رخصت دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته